CRI Online

جانګ ده جيانګ د نړيوالو څارنوالانو د ګډې کميټې د ۲۲مې دورې کلنې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-11 15:04:32

د د نړيوالو څارنوالانو د ګډې کميټې د ۲۲مې دورې کلنۍ غونډه او د غړو استازو عمومي غونډه د سپتمبر د ۱۱مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر جانګ ده جيانګ د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. هغه د برخوالو مېلمنو تود هرکلی وکړ او د غونډې د بريالتوب هيله يې څرګنده کړه.

جانګ ده جيانګ وويل، چې د څارنوالۍ ارګانونه د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په بهير کې مهم رول لوبوي. چين د عامو ګټو په ساتلو کې د څارنوالانو دندو او ارزښت ته په درنه سترګه ګوي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د چين پرمختګ له نړۍ څخه نه شي جلا کېدای او د نړۍ پرمختګ هم چين ته اړتيا لري. د يو کمربند او يوې لارې د غوښتنې له امله د چين او نورو هېوادونو ترمنځ ارتباط لا ټينګ دي. چين په يو لړ عدلي نړيوالو تړونونو کې ګډون کړی او له زياتو هېوادونو سره اړوند همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. چين وړانديز لري چې د عدلي همکارۍ لپاره د لا د باور وړ او موثر نړيوال سيستم دې جوړ شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای