CRI Online

چوان جو د چين او ايران ترمنځ د تګ راتګ لپاره نوې پاڼه پرانيستې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-09-11 15:36:18

د چين د چوان جو ښار د م م د يونيسکو سازمان له خوا د ورېښمو سمندري لارې د پيل په توګه بلل کيږي.د سونګ او يوان امپراطورۍ په موده کې د بېلا بېلو هېوادونو سوداګران د دې لارې په وسيله چوان جو ښار ته راغلل او دلته راغونډ شول چې په دې جلمه کې زياتره يې فارسي سوداګران وو. تر اوسه پورې د دې ښار په ګوټ ګوټ کې ډېرې فارسي نښې ليدل کيږي د بېلګي په توګه د پخوانيو فارسي سوداګرو له خوا جوړ شوی جومات ،مذهبي تاريخي اثار او څه باندې ٥٠زره ايراني اصله چينايان .نن ورځ د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په رڼا کې په دې ښار کې د چين او ايران ترمنځ اقتصادي تګ راتګ زيات شوي دي.

ايراني فريبورز په چين کې د پنځو کلونو لپاره ژوند کړی چې چين ته د رسېدو په لومړيو ورځو کې يې په ګوانګ جو ښار کې له ملګرو سره د راسټورانټ اداري چارې پرمخ بېولې خو وروسته يې غوښتل چې ځانته راسټورانټ جوړ کړي.په دې وروستيو ورځو کې هغه د چين د جين جيانګ په ښار کې خپل راسټورانټ پرانيستی او په وياړمنه توګه يې په دې هکله ويلي (اواز...........) متل دی چې وايي که ټينګه اراده ولرئ، نو هرو مرو به برياليتوب تر لاسه کړئ.هيله لرم چې دلته د ايران په استازيتوب يو بېرغ اوچټ کړم او دا د ايرانيانو لپاره يو د وياړ وړ کار وي.خلک به زما راسټورانټ د يوازني بهرني راسټورانټ په توګه وبولي کوم چې پر ايراني خوړو سربېره هندي ، پاکستاني او عربي خواړه برابروي.دا بيخي يو ايراني راسټورانټ دی،ځکه چې زه ايراني يم .دغه کار تر سره کولی شم چې دا نه يوازې د ما لپاره بلکې د ټولو ايرانيانو لپاره د وياړ وړ کار دی.

ايراني هلک مصطفی چې په ٢٠٠٦ کال کې د لومړي ځل لپاره له خپل مشر ورور سره د چوان جو ښار ته راغی ، په تېرو لسو کلونو کې د دې ښار او حتی د چين د پرمختيايي بدلون شاهد دی. هغه وويل(اواز.............)چين ورځ تل بلې پرمختګ موندلی او د بهرنيانو لپاره يې ښه چاپيريال جوړ کړی د بېلګي په توګه د بهرنيانو لپاره يې لازياتې اسانتياوې برابرې کړې چې ډېر کارونه يې د انټرنټ په وسيله تر سره کېدای شي چې دا نه يوازې د چينايانو بلکې زموږ د بهرنيانو لپاره يو پرمختيايي ګام دی.

اوس چوان جو ته د ايراني سوداګرو د راتګ ترڅنګ زياتې سيمه ييزې تصدۍ هم په ايران کې همکاريز فرصتونه لټوي. د چين د پيکه په نوم شرکت په ٢٠١١ کال کې ايراني بازار ته داخل شوی چې اوس نه يوازې د ايران د باسکيټبال د دولتي ډلې ضامن دی بلکې په دې هېواد کې له نورو شرکتونو سره څو ډوله همکاري کوي.د دې شرکت عمومی مدير او د چوان جو ښار د صنعتي او سوداګريزې شورا د مشر مرستيال شو جينګ نان په دی اند دي چې چيني توليدات په ايران کې ښه بازار لري او د دواړو هېوادونو تصدۍ زيات همکاريز امکانات هم لري.هغه وويل(اواز..........)موږ د ايران بازار پراخ کړی ، ځکه چې ايرانيان امريکايي توليدات ردوي خو چيني توليدات مني ، دا زموږ د شرکت لپاره يو فرصت دی.مونږ غواړو چې له ايران سره لازياته همکاري وکړي.

د ورېښمو سمندري لارې په اوږدو کې د پرتو ښارونو ټولنې د چوان جو د صنعتي او سوداګريزې شورا سکرتر چن چنګ سونګ د يوه پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر وکړ او په چوان جو ښار کې يې هم د ځينو ايراني پلاويو هر کلی وکړ.د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د يادونې په ترڅ کې هغه وويل چې که څه هم دواړه خواوې ګډه همکاريزه هيله لري، خو د ځينو کارونو د عملي کولو په ترڅ کې ځيني ستونزې شته دي .خو هغه هم زياته کړه چې که څه هم ستونزې شته دي، خو د چين او ايران ترمنځ پر راتلونکې سوداګرۍ پوره باور لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای