CRI Online

شي جين پينګ د ځمکې د صحرا کېدو د مخنيوي په اړه د م م د تړون د لاسليکونکو ديارلسمې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-11 18:46:20

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ځمکې د صحرا کېدو د مخنيوي په اړه د م م د تړون د لاسليکونکو ديارلسمه جګپورې غونډه د سپتمبر په ۱۱مه نيټه د چين په داخلي مغولستان کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه او د بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو ادارو استازو ته يې پکې هر کلی ويلی دی.

رئيس شي جين پينګ په دې پيغام کې دې ته اشاره کړې چې د ځمکې صحرا کېدل يوه سخته ايکولوژيکې مسئله ده چې د انسانانو پر ژوند او پرمختګ ډېره اغېزه کوي. د ياد تړون د تطبيق تر ۲۱ کلونو راهيسې، په ګرده نړۍ کې د ځمکې د صحرا کېدو د مخنيوي په کارونو کې څرګند برياليتوبونه تر لاسه شوي. خو اوسنی وضعيت لا هم سخت دی. نړيواله ټولنه بايد د دې مسئلې د لرې کولو لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.

د دې تړون د ۱۹۶ لاسليکونکو او څه باندې شلو نړيوالو ادارو کابو ۱۴۰۰ استازو په دې غونډه کې ګډون درلود. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای