CRI Online

چين هيله لري چې د امنيت شورا تدبيرونه به د کوريا ټاپووزمې د سولې او ثبات لپاره ګټور وي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-11 20:05:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، امريکا د شمالي کوريا د شپږمې ذروي ازموينې په هکله د بنديز يوه لايحه ټاکلې او د سپتمبر په ۱۱مه نيټه به يې امنيت شورا ته وړاندې کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۱۱مه نيټه په بېجينګ کې يوه خبري ناسته کې وويل، چين موافقه لري چې امنيت شورا د شمالي کوريا ذروي پلان ته غبرګون وښيي. خو غبرګون او تدبيرونه يې بايد په کوريا ټاپووزمې کې د ذروي وسلو د پاکولو، د دې ټاپووزمې د سولې او ثبات د ساتلو او په سياسي توګه د کوريا ټاپووزمې مسئلې د حلولو لپاره ګټور وي.

ښاغلي ګنګ شوانګ په دې خبري ناسته کې وويل، د م م ۷۲مه اسامبلی به د سپتمبر په ۱۲مه نيټه په نيويارک کې پرانيستل شي او په نولسمه نېټه به عادي مباحثوي غونډه ترسره شي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به په دې مباحثوی غونډه کې ګډون وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای