د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان خبري رسنيو د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د ترهګرۍ پر ضد د ملي ادارې د راپور په قول ويلي چې په ۲۰۱۶ کال کې په پاکستان کې د ترهګريزو پېښو شمېر ۷۸۵ ته رسېده چې دا د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۳۱ سلنه ټيټوالی ښيي.له روان کال راهيسې په پاکستان کې ۴۲۶ ترهګريزې پېښې رامنځته شوي دي.
له ياد راپور سره سم له ۲۰۰۶ کال څخه په پاکستان کې د ترهګريزو پېښو شمېر په چټک ډول زيات شوی دی.په ۲۰۱۰ کال کې په دغه هېواد کې ۲۰۶۱ ترهګريزې پېښې رامنځته شوي چې دغه شمېر د نورو کلونو په پرتله تر ټولو زيات دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |