CRI Online

څوي يو اينګ:د سوله ييزو حقوقو په اړه د چين د خبري سيستم د ابادۍ لپاره دې کوښښ وشي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-11 20:33:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د تبليغاتو د وزير مرستيالې،د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر مدير مرستيالې او د چين د بشري حقوقو د څېړنيز انسټيټوټ مرستيالې څوي يو اينګ د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په نان جينګ کې وويل چې د بشري حقوقو څېړونکي بايد په واقعي توګه سوله ييزو حقوقو ته په درنه سترګه وګوري او د سوله ييزو حقوقو په اړه د چين د خبري سيستم د ابادۍ لپاره دې کوښښ وکړي.

په همدې ورځ د چين د بشري حقوقو د څېړنيز انسټيټوټ او د جيانګ سو ولايت د تبليغاتو کميټې له خوا جوړ شوی د چين د سوله ييزو حقوقو د نظر غونډه د نان جينګ په پوهنتون کې تر سره شوه.مېرمن څو يو اينګ هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و او د حقوقو په اړه يې يوه وينا وکړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای