CRI Online

د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزير: له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکيدو پر لارې به ټينګار وشي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-12 08:54:28

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزيرې کيونګ وها کانګ د سپتمبر په ۱۱مه نېټه وويل د دغه هېواد حکومت به په سوله ايزه توګه له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکيدو پر لارې ټينګار وکړي او دغه راز پوهيږو دا پيژندلی چې د کوريا ټاپووزمې ذروي مسئله د جنوبي کوريا لپاره په اوږد راتلونکې کې تر ټولو لويه ننګونه ده.

کيونګ وها کانګ وويل د ولسمشر په توګه د مون جاي ين له ټاکل کيدو راهيسي د کوريايي ټاپووزمې ذروي مسئله لا هم د جنوبي کوريا د امنيت ساتلو په برخه کې تر ټولو لويه ننګونه ده او په اوږد راتلونکې کې به دوام ولري.

هغې وويل د جنوبي کوريا حکومت به په سوله ايزه توګه د شمالي کوريا لخوا په بشپړه، نه بلونکې او ثبتونکې توګه له ذروي وسلو څخه د لاس اخيستلو په موخه کوښښ وکړي او دا د نړيوالې ټولنې ګډ هدف دی. جنوبي کوريا به په ټينګار سره پر دغه لور ټينګار وکړي او زغم وساتي، دغه راز د جنوبي کوريا او امريکا د ګډ دفاعی توان په هکله باور لري.

هغې وويل چې که شمالي کوريا د نړيوالې ټولنې سوله ايزې هيلې پريږدي، د ناثابت او اقتصادي ستونزې لپاره بيې ورکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای