CRI Online

د م م د عمومي اسامبلې نوی رئیس لوړه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-12 09:22:03
د م م د عمومي اسامبلې نوی رئیس لوړه وکړه

په دوشنبه د م م د عمومي اسامبلې د روانې دورې په وروستۍ غونډه کې د سلواک دیپلوماټ میروسلاف لاجکاک د دغې اسامبلې د نوی رئیس په توګه لوړه وکړه.

میروسلاف لاجکاک د عمومي اسامبلې د ۷۱ دورې د رئیس له فیجي څخه دیپلوماټ پیتر توماسن پر ځای ټاکل شوی دی.

د م م سرمنشي انتونیو ګوتیریس په یاده غونډه کې د توماسن د خدمتونو له امله مننه هم څرګنده کړې ده.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای