CRI Online

یو ملیون فلسطیني محصلینو ملګرو ملتو ته یو لیک طرحه کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-12 09:38:09
یو ملیون فلسطیني محصلینو ملګرو ملتو ته یو لیک طرحه کړ

د فلسطین ولسمشر محمود عباس په دوشنبه یو لیک ترلاسه کړی چې په کی یو ملیون فلسطیني محصلینو خپل نومونه لیکلي او دوی هیله لري چې دغه لیک به په راتلونکی اوونۍ کې په نیویارک کې د عباس او د م م سرمنشي انتوني ګوتیریس ترمنځ د ملاقات په ترڅ کې د عباس له لاری ګوتیریس ته وسپارل شي.

دغه لیک د دیوال پرضد کمیټې د مشر واحد اصاف له خوا د فلسطین په لویدیځه غاړه رام الله کې د یوې غونډې پر مهال محمود عباس ته سپارل شوی دی چې په کې داسې غوښتنه شوې چې د اسرائیلو اشغال دې ختم شي او یو خپلواک فلسطین دې جوړ شي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای