CRI Online

د قطر خارجه وزیر : دیالوګ د خلیج بحران د حل یوازنۍ لار ده

cri     (GMT+08:00) 2017-09-12 11:02:19
د قطر خارجه وزیر : دیالوګ د خلیج بحران د حل یوازنۍ لار ده

د قطر حکومتي خبري اژانس په دوشنبه خبر ورکړ چې خارجه وزیر پر خپل هیواد د سعودي عربستان په مشرۍ د څلورو عربي هیوادونو بندیزونه وغندل او پر دې یې ټینګار وکړ چې د خلیج بحران یوازنۍ لار د دیالوګ حل کولی شی.

په ژنیو کې د م م د بشري حقوقو شورا په یوه غونډه کې د قطر خارجه وزیر شیخ محمود بین عبدالرحمن ال تحانی وویل چې پر خپل هیواد د سعودي عربستان په ګډون د څلورو عربي هیوادونو بندیزونه بین المللي قانون او بشري حقوق تر پښو لاندی کوي نو ملګري ملتونه یی باید د دې پر ضد اقدام ونیسي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای