CRI Online

د اسرائيلو او افريقا تر منځ سرمشريزه غونډه به وځنډيږي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-12 11:04:15

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د توګو د ولسمشر فاوري يسوزيمنا ګناسينګبي په بلنه د اسرائيلو او افريقا تر منځ هغه سرمشريزه غونډه به وځنډيږي چې د ټاکلي پلان له مخې به د اکتوبر له ۲۳مې نيټې څخه تر ۲۷مې نيټې پوري د توګو په پلازمينه لومه کې تر سره شي.

اعلاميه وايي چې د سرمشريزې د تر سره کيدو لپاره په توګو کې لا کافي تياريانو ته اړتيا لري. په اعلاميه کې د سرمشريزې غونډې د تر سره کولو وخت نه دی ياد شوی.

خو د اسرائيلو د ټايمز ورځپاڼې د خبر له مخې: څرنګه چې فلسطين او د افريقا ځيني هېوادونه د سرمشريزې غونډې له تر سره کيدو سره مخالفت کوي، نو ښايي چې دغه غونډه لغوه شي. د څيړونکو په اند د اسرائيلو صدراعظم بنجامين نيتانياهو له افريقا سره د دوستانه اړيکو د ټينګولو دريځ غوره کوي، که دغه سرمشريزه غونډه لغوه شي، له افريقا سره د اسرائيلو ديپلوماتيکې ستراتيژې ته بدې اغيزې ورسول شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای