CRI Online

د م م په امنيت شورا کې پر شمالي کوريا د سختو بنديزونو په اړه يو پرېکړه ليک تصويب شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-12 11:27:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د امنيت شورا د سپتمبر په ۱۱مه نيټه په اتفاق سره ۲۳۷۵م پرېکړه ليک تصويب کړ چې له مخې به يې پر شمالي کوريا نوي بنديزونه ولګوي او په کوريا ټاپووزمه او شمال ختيځه اسيا کې د سولې او ثبات د ساتلو او په ديپلوماتيکو او سياسي لارو چارو د مسئلې د حل يو ځل بيا غوښتنه کوي.

د دغه پرېکړه ليک له مخې، نړيواله ټولنه به شمالي کوريا ته ډېر کم نفتو برابر کړي او د دغه هېواد د منسوجاتو پر صادراتو او له بهر نه شمالي کوريا ته د دغه هېواد خلکو د پيسو پر لېږدولو محدوديت ولګوي څو چې د دغه هېواد لخوا پر ذروی وسلو او توغنديو د څېړلو پلان مخنيوی وشي.

په م م کې د چين دايمي استازي سفير ليو جيه يي د ياد پرېکړه ليک تر تصويبېدو وروسته څرګنده کړه چې چين تل له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو له پاکولو څخه ملاتړ کوي او په کوريا ټاپووزمه کې پر سولې او ثبات او د سلامشورې له لارې د اړوندې مسئلې پر حل و فصل ټينګار کوي. چين له شمالي کوريا څخه غوښتنه کوي چې د ذروي توغنديو له څېړلو څخه د لاسوهنې په اړه د نړيوالې ټولنې ارمان او ارادې ته دې په درنه سترګه وګوري، د امنيت شورا پرېکړه ليک دې مراعات او پلې کړي، د ذروي توغنديو ازموينې دې نه تر سره کړي او له ذروي وسلو څخه د پاکولو مدار ته بېرته راشي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای