CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې په اړوند سرمشريزه غونډه په هانکانګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-12 15:19:48

د يو کمربند او يوې لارې په اړوند سرمشريزه غونډه چې د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې حکومت او د هانکانګ د سوداګرۍ د پرمختګ ادارې لخوا په ګډه جوړ شوی، د سپتمبر په يوولسمه نېټه په هانکانګ کې تر سره شوه چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څه دپاسه دري زرو سياسي مشرانو، تګلارې جوړونکو، مشهورو سوداګرو او کارپوهانو په کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د بنسټيزو تاسيساتو جوړولو په چارو کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پراتو هېوادونو تر منځ همکارۍ د پاملرنې وړ ټکی ګرځيدلی دی. د چين د هانکانګ او سترې برخې تصدي به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه به د يو کمربند او يوې لارې لپاره لاره هواره کړي.

د يادې غونډې عمده موضوع دا ده چې د هېلو ريښتني کولو لپاره بايد واقعي فعاليتونه تر سره شي. د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې مامورې لين جنګ يوي عه په غونډه کې وويل (اواز)

د يو کمربند او يوې لارې په اړوند سرمشريزه غونډه يوه ډېره مهمه غونډه ده چې ګډون کوونکي د يو کمربند او يوې لارې په برخه کې لا زياتې پوهې تر لاسه کولی شو، موږ او اړوند ګټې لرونکي خواوې خپلمنځي بحثونه او همکارۍ پياوړي کولی شي او تګلارې جوړونکي، د پلانونو اداره کوونکي او پانګوال د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه دلته راغونډ دي. زه باور لرم چې دغه غونډه به د يو کمربند او يوې لارې پلان د عملي کيدو له بهير سره مرسته وکړي.

لين جنګ يوي عه په خپله وينا کې په ځانګړې توګه د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادې په برخه کې د همکارۍ پر اهميت ټينګار وکړ او په عين وخت کې يې وويل د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې پانګونه د مختلفو مسلکي خدمتونو تر منځ همکارۍ او عملي کيدو ته اړتيا لري چې د پانګونې او د پولي خطرونو ارزول، پيسو راغونډول، بيمې، محاسبه، قانوني خدمتونه او ثالثی او داسي نور په کې شامل دي او دغه خدمتونه د هانکانګ د اقتصاد نوې فعالې قوې دې.

د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې د بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ په همکارۍ کې هانکانګ او سترې برخې دواړه د هيلې د عملي کولو لپاره کوښښ کوي. د چين د اوسپنيزو لارو د جوړولو شرکت د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ يوه عمده قوه ده چې په وروستيو دريو کلونو کې يې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له ۴۱ هېوادونو سره د څه دپاسه ينځه بيليارډ امريکايي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک کړي دي. د دغه شرکت مشر منګ فنګ چاو وويل (اواز)

د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د بېلا بېلو وچو تر منځ تګ راتګ يوه کلي برخه ده، نو زموږ شرکت په دې پلان کې ډېرې ښيګڼې لري. موږ غواړو چې د يو کمربند او يوې لارې دندې د عملي کولو په بهير کې د هانکانګ او د ځينو هېوادونو له تصديو سره همکارۍ وکړو تر څو ترانسپورتي او ترافيکي چارو ته اسانتياوې برابرې کړو او په نړيوال تګ راتګ لپاره خدمتونه تر سره کړو.

د هانکانګ د اوسپنيزو لارو شرکت مشر ما شي هنګ وويل اوس دغه شرکت د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ځينو هېوادونو، د پرمختيايي او پرمختلليو هېوادونو د همکارۍ غوښتنې تر لاسه کړې او اوس د چين له سترې برخې سره په همکارۍ سره له نړۍ سره تګ راتګ کوي او بله خوا يې په شکلونو کې نوښت کړي چې د روزنې او ښوونې له لارې د يو کمربند او يوې لارې له هېوادونو سره همکارۍ وکړي. هغه وويل (اواز)

تير کال مو د هانکانګ د اوسپنيزو لارو پوهنتون جوړ کړی چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له هېوادونو څخه راغلو زده کوونکو ته روزنې برابروي تر څو دوی د اوسپنيزو لارو په چارو کې کارپوهان وګرځي. هانکانګ د نړيوال کيدو لوی ښار او نړيوال پولي مرکز هم دی چې د نړيوالې سوداګرۍ له لارو سره تړاو لري، نو هانکانګ د هېواد د سترې برخې له ملګرو سره يو ځای په اړوندو پروژو کې ګډون کوي. يو کمربند او يوې لارې هانکانګ ته زيات سوداګريز فرصتونه رسولي دي او هانکانګ هم بايد په فعاله توګه نړيوال بازارونه پراخ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای