CRI Online

د م م د ۷۱مې دورې عمومي اسامبله: بايد د ګډې سلامشورې، ګډې ابادۍ او شريکولو په اصولو سره د نړيوال اقتصاد اداره وشي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-12 15:21:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي سفير ليو جيه يي څرګنده کړه چې د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۱۱مه نيټه د م م د ۷۱مې دورې عمومي اسامبلې په نړيواله اراده کې د م م سيستم د مرکزي رول تر موضوع لاندې د م م او د نړيوال اقتصاد ادارې په اړه پرېکړه ليک تصويب کړ او غوښتنه يې وکړه چې مختلفې خواوې بايد د ګډې سلامشورې، ګډې ابادۍ او شريکولو په اصولو سره د نړيوال اقتصاد ښه اداره وکړي او د م م رول پياوړی کړي. د دې تر څنګ يېدغه خبره هم تکرار کړې چې م م بايد د همکارۍ او متقابلو ګټو په روحيې سره خپل محوري رول ولوبوي، له نړيوالو ننګونو سره د ګډې مقابلې لارې چارې دې ومومي او د انساني برخليک ګډه ټولنه دې اباده کړي.

سفير ليو جيه يي دا هم وويل چې م م تر ټولو استازيتوب او صلاحيت لرونکی نړيوال سازمان او د نړيوالې ارادې يو مرکزي ډګر دی. اوس مهال د نړيوالې ادارې نظام د بدلولو په حال کې دی. د بېلا بېلو نړيوالو ځواکونو ترمنځ سيالي کې هم سخت بدلونونه راغلي دي چې نوي سمسوري بازاري هېوادونه او پرمختيايي هېوادونه چټک پرمختګ کوي او نړيوالې اغېزې يې هم په پر له پسې توګه پياوړې کېږي. د نړيوالو ننګونو په زياتېدو سره نن ورځ د نړيوالې ادارې پياوړتيا د اړتيا وړ ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای