CRI Online

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ په چين کې د ذروي امنيت لومړۍ ارزونه بشپړه کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-12 15:22:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ په چين کې د ذروي امنيت لومړۍ ارزونه د سپتمبر په ۸مه نيټه بشپړه کړه.

دغه ارزونه چې د اګست په ۲۸مه نيټه پيل شوه، د ۱۰ ورځو لپاره يې دوام درلود او موخه يې دا وه چې د چين د ذروي امنيت پر دولتي سيستم او په ذروي تاسيساتو کې د امنيت تامينولو پر توان ارزونه وکړي او اړوند وړانديزونه وکړي. دغه راز په چين کې د ذروي امنيت د تامينولو کار له نړيوال معيار سره سمون لري.

د دغې ارزونې په رپوټ کې راغلي دي چې د چين د اټومي انرژۍ ارګان د ذروي امنيت د څارونکې ډلې د ابادۍ او د اړوندو کارکوونکو د روزلو په برخو کې د ستاينې وړ اغېزمن تدبيرونه تر سره کړي دي. په دغه هېواد کې د ذروي امنيت د تامينولو تخنيکي مرکز او تر مشرۍ لاندې يې د ذروي امنيت نمونوي مرکز د ذوري امنيت د تامينولو توان په پياوړتيا او اړوندو سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو کې مثبت رول لوبولی دی. نړيواله ټولنه او د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي په دې نظر دي چې ياد نمونوي مرکز زياتې لاسته راوړنې لرلې دي.

( سپوږمۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای