CRI Online

حماس غواړي په قاهره کې له فتح سره د روغې جوړې غونډه جوړه کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-12 15:53:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د اسلامي غورځنګ ګوند حماس چې د غزې د کنترول واک لري، د سپتمبر په يوولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په قاهره کې به د فلسطين د ولسمشر محمود عباس تر مشرۍ له فتح سره د روغې جوړې غونډه تر سره کړي او لاسليک شوی تړون به پلی شي.

حماس وويل، چې د دوی د مشر اسماعيل حانيا تر مشرۍ لاندې پلاوی اوس په قاهره کې د مصر له استخابراتي چارواکو سره پټې خبرې اترې کوي. حماس د خبرو اترو په ترڅ کې له مصري چارواکو سره نوې پريکړه شريکه کړې ده.

حماس پريکړه کړې چې په غزې سيمه کې به د خپلې ادارې کميټه عزله کړي او د فلسطين د ملي روغې حکومت ته به د غزې د کنترول واک ورکړي. ورپسې د يووالي حکومت د جوړېدو لپاره به په قاهره کې د بېلا بېلو ډلو غونډه جوړه شي.

حماس د فلسطين د ملي روغې لپاره د مصر له کوښښونو څخه مننه څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې مصر ته به نژدې غزې سيمه د مصر امنيت ته ګواښ ونه رسوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای