CRI Online

چين:اړوند هېوادونه بايد په هراړخيزه توګه د امنيت شورا د ۲۳۷۵م نمبر پرېکړه ليک پلی کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-12 17:26:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين د م م د امنيت شورا ستاينه کوي چې د شمالي کوريا د ذروي ازموينې په اړه اړين تدبيرونه نيولي دي.بېلا بېلې خواوې بايد په هراړخيزه توګه د امنيت شورا د ۲۳۷۵م نمبر پرېکړه ليک اړوند مقررات پلي کړي.

امنيت شورا د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه د شمالي کوريا د ذروي ازموينې په اړه د ۲۳۷۵م نمبر پرېکړه ليک تصويب کړ.زيات شمېر غړو هېوادونو له سياسي او ډيپلوماتيکې لارې د کوريا د ټاپووزمې مسئلې د حل و فصل غوښتنه وکړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای