CRI Online

د م م د ۷۲مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-13 09:02:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ۷۲مې دورې عمومي اسامبله د سپتمبر د ۱۲مې نېټې له غرمې وروسته په نيويارک د م م په مقر کې پرانيستل شوه. (( د دواملرونکي پرمختګ په ځمکنۍ کره کې د انسانانو لپاره د سولې او نيکمرغه ژوند موندل )) د روانې دورې د عمومي اسامبلې سرليک دی.

د م م د ۷۲مې دورې اسامبلې مشر ميروسلاف لجکاک په خپله وينا کې وويل، د روانې دورې عمومي اسامبله به د انسانانو لپاره د خدمت، د بېلا بېلو خواوو د ګټو د برابرۍ او د کارونو د کيفيت د لوړوالي په دريو برخو کې کوښښونه وکړي.

د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس او د م م د غړو هېوادونو استازو په همدې ورځ د پيل په غونډه کې ګډون کړی و.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای