د نندارتون د پيل مراسم
د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې،د ورېښمو لارې په اړه د افغانستان د ملي موزيم د هنري جواهرو نندارتون د سپتمبر په ۱۲مه نيټه د دونګ هوانګ د هنري ميراثونو د ساتلو او څېړلو په مرکز کې پرانيستل شو. ۲۳۱ هنري جواهر د ميلاد نه مخکې له درېمې پېړۍ څخه تر عيسوي لومړۍ پېړۍ پورې د افغانستان تاريخي بڼه ښکاروي.
په چين کې د افغانستان سفير د وينا په حال کې
ياد نندارتون د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د افغانستان د ملي موزيوم او د چين د بهرني دوستي ټولنې په شمول ادارو لخوا ترسره کېږي او د راتلونکي اکتوبر تر شلمې نيټې پورې به دوام ولري. نندارچيان به نه يوازې د دغو هنري جواهرو له لارې د ورېښمو لارې په کلتور او هنر پوه شي، بلکې د افغانستان متنوع تاريخ او کلتور به په ژوره توګه وپېژني. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |