CRI Online

لي که چيانګ د عمده نړيوالو پولي ارګانونو له مسئولينو سره د ګرد مېز خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-09-13 09:19:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر د ۱۲مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د نړيوال بانک، نړيوال پولي صندوق، د نړيوالې سوداګرۍ سازمان، د نړيوالو کارګرو سازمان، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان او د پولي ثبات شورا له مشرانو سره د ګردي مېز خبرې اترې وکړې. د غونډې په لومړي پړاو کې ګډون کوونکو د نړيوال اقتصاد د پرمختګ، دواملرونکي پرمختګ، د څواړخيز تجارتي نظام د ساتنې، د اقتصاد د نړيوال کېدو، د کاري ځواک د بازاري پاليسۍ او د نړيوالې پولي څارنې او اصلاحاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړې.

لي که چيانګ ۵ فقره ييز وړانديز وکړ چې لومړی، نړيوال اقتصاد په مهمه مرحله کې دی، نو بېلا بېل هېوادونه بايد له ستونزو او ننګونو سره د مبارزې لپاره ګډې هڅې وکړي او د عمومي اقتصادي تګلارو په اړه دې د نظريو تبادلې پياوړې کړي. دوهم، د اقتصادي جوړښت د اصلاحاتو لپاره بايد لا کوښښونه وشي. درېيم، د ازادې سوداګرۍ پر بنسټ بايد څواړخيز تجارتي نظام وساتل شي. څلورم، لا زياتې خواوې بايد د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې ګډون او برخمن شي. پنځم، د پولي څارنې او کنترول اصلاحات بايد چټک شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای