CRI Online

د زياتو هېوادونو د څارنوالانو په اند د انټرنيټي جرمونو پرضد بايد لاس يو کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-13 09:54:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر په ۱۲مه نېټه، د نړيوالو څارنوالانو د ګډې ټولنې په ۲۲مه کلنۍ غونډه کې برخوالو څارنوالانو د انټرنيټي جرمونو په هکله وويل، چې بېلا بېل هېوادونو بايد د دې نړيوال خطر په وړاندې خپلمنځي عدلي همکاري پياوړې کړي.

له انټرنيټي جرمونو سره مبارزه د يادې غونډې يوه مهمه مسئله وه. د چين د هو بې ولايت لوي څارنوال وانګ جين چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړی، وويل چې له نويو انټرنيتي تخنيکونو له لارې په انټرنيټ کې د پيسو د کلپي او ناقانوني راغونډولو په شمول جرمونه رامنځته شوي او کيږي، خو اړوندې مسئلې په اوسنيو قوانينوکې شاملې نه دي. اوس انټرنيتي شبکه په چين کې ډېره کارول شوې، موږ غواړو له بهرنيو څارنوالو سره د تجربو تبادلې وکړو او له انټرنيټي جرمونو سره ګډه مبارزه وکړو.

د چک لوي څارنوال وويل، چې د لوي ډېټا تکنالوژي له يوې خوا د نړيوالو جرمونو پرضد د عدلي مرستو لپاره زمينې برابرې کړې، خو له بلې خوا د قضيو د سپناوي په برخه کې يې ډېرې ستونزې رسولې، بېلا بېل هېوادونو ضرورت لري چې د نوې تکنالوژۍ له امله د رامنځته شويو نويو مسئلو د حل لپاره لا زيات د سر او مال ځواک ورکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای