د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د پاکستان په اسلام اباد کې د چين په مرسته د پيوند شويو شولو د روزنيز کورس د پيل مراسم تر سره شول. دغه روزنيز کورس د چين د سوداګرۍ وزارت له خوا جوړ شوی او تر يوې مياشتې پورې به دوام ولري.
په پاکستان کې د چين اقتصادي او تجارتي مستشار وانګ جه هوا په خپله وينا کې وويل، هيله لرم چې دغه روزنه محصلينو ته د چين د پيوند شويو شولو د تکنالوژۍ او کرهنيز پرمختګ په اړه معلومات ورکړي او د پاکستان د زراعتي پرمختګ لپاره نور زيات استعداد لرونکي کسان وروزي.
د پاکستان چارواکي وويل چې د چين له خوا د پاکستان د څېړونکو او بزګرانو اړوندې روزنې د پاکستان د شولو د لا ښو حاصلاتو لپاره ګټورې دي، پاکستان له چين څخه مننه کوي.
د روزنې په مهال، چيني کارپوهان به نه يوازې درسونه ورکړي بلکې د لاهور او پېښور په شمول زياتو سيمو کې به له محصلينو سره څېړنې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |