CRI Online

يانګ جيې چه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-13 11:05:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي يانګ جيې چه د سپتمبر په ۱۲مه نيټه په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس تيلرسون سره وکتل.

يانګ جيې چه دې ته اشاره وکړه چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ ښه تمايل ساتل د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو او د نړيوالې ټولنې له ګډو هيلو سره سمون خوري. دواړه خواوې بايد په جدي توګه د مشرانو مهمې موافقې تطبيق کړي، يو د بل دې درناوی وکړي او د ګډو ګټو پر بنسټ دې اغېزمنه همکارۍ وکړي. د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به په روان کال کې چين ته رسمي سفر وکړي. چين غواړي په دې سفر کې د فعال برياليتوب د تر سره کېدو لپاره له امريکا سره په ګډه کوښښونه وکړي.

ښاغلي تيلرسون وويل، امريکا غواړي له چين سره اړيکې ټينګې کړي. ولسمشر ټرمپ چين ته سفر ته په درنه سترګه ګوري. امريکا غواړي په بېلا بېلو برخو کې له چين سره همکارۍ ژورې کړي، د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله له چين سره همغږې او تبادلې پياوړې کړي څو چې چين ته د ټرمپ په رسمي سفر کې فعال برياليتوبونه تر لاسه شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای