CRI Online

په تېرو لسو کلونو کې د چين د خدمت د بهرنې سپارښتنې معاملې څلورپنځوس سلنه زياتې شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-09-13 14:53:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د خدمتي سوداګرۍ ادارې مشر شيې ګوه يي د سپتمبر په ۱۲مه نيټه په يوه خبري ناسته کې وويل، له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د چين د خدمت د بهرنې سپارښتنې چارو ګړندی پرمختګ تر لاسه کړی او د اجرائيوي ارزښت کلني زياتوالی يې څلورپنځوس سلنې ته رسيږي، د نړيوالې سيالۍ توان يې په څرګنده توګه پياوړی شوی دی. په نړيوال خدمتي بازار کې د چين اندول په ګرده نړۍ کې له يو سلنې څخه درې دېرش سلنې ته زيات شوی او دوهم مقام نيسي.

ښاغلي شيې ګوه يي وويل، راتلونکی لس کاله به د چين د خدمت د بهرنې سپارښتنې چارو د ګړندي پرمختګ ښه موده وي. د چين د سوداګرۍ وزارت به د چين خدمت د سوداګريزې نښې د اغېزې او نړيوالې سيالۍ توان د لوړولو لپاره کوښښونه ترسره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای