CRI Online

شمالي کوريا د امنيت شورا له تازه پرېکړه ليک سره سخت مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-13 14:55:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۳مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د شمالي کوريا په هکله د امنيت شورا تازه پرېکړه ليک چې د روانې مياشتې په ۱۱مه نيټه تصويب شو، ناقانونه دی، شمالي کوريا له دې پرېکړه ليک سره سخت مخالفت کوي.

په دې اعلاميه کې راغلي، د امنيت شورا ۲۳۷۵م پرېکړه ليک چې د امريکا لخوا طرحه شوی، د شمالي کوريا د قانوني دفاعی حق د سلبولو په موخه دی، نو شمالي کوريا دغه پرېکړه ليک سخت غندي.

د سپتمبر په ۱۱مه نيټه امنيت شورا ۲۳۷۵ م پرېکړه ليک تصويب کړ چې له مخې به يې پر شمالي کوريا نوي بنديزونه ولګول شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای