CRI Online

روسيه غواړي د کوريا ټاپووزمي مسئلې په هکله له شمالي کوريا سره نږدی ديالوګ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-13 15:00:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ګرځندوي سفير بورميستروف د سپتمبر په ۱۲مه نيټه په مسکو کې د شمالي کوريا په سفارت کې د دې هېواد د ملي جشن په مناسبت مېلمستيا کې د ګډون په وخت کې وويل، روسيه غواړي د کوريا ټاپووزمي مسئلې په هکله له شمالي کوريا سره نږدی ديالوګ وکړي.

نوموړي وويل، په اوسني حالت کې روسيه هيله لري چې د شمالي کوريا مشران هوښياره او په سياسي توګه د دې مسئلې د حل په هکله خپل نيت څرګند کړي.

د سپتمبر په ۱۱مه نيټه امنيت شورا ۲۳۷۵ م پرېکړه ليک تصويب کړ چې له مخې به يې پر شمالي کوريا نوی بنديزونه ولګول شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای