CRI Online

د روسيې دفاع وزير سوريې ته سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-13 15:31:52

د سوريې ولسمشر بشارالاسد د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د روسيې له دفاع وزير سيرګې شويګو سره وکتل چې شويګو سوريې ته په خپل سفر بوخت دی.دواړو خواوو د روسيې او سوريې د پوځونو د ګډو عملياتو پلان په اړه بحث وکړ.

د سوريې خبري اژانس د خبر له مخې، له دې امله چې سوري ځواکونو په دې وروستيو کې پر ديرالزور د داعش ډلې ۳ کلنه کلابندي ماته کړه، شويګو په کتنه کې اسد ته د روسي ولسمشر پوتين مبارکي ورسوله.

په خبر کې راغلي چې د ترهګرۍ ضد جګړې نه يوازې پر سوريې بلکې پر ټولې سيمې اغېزې کړې دي. دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې د سوريې په قلمرو کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي، تر څو په دې هېواد کې په پوره توګه ترهګري له منځه يوسي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای