CRI Online

لي که چيانګ د نړيوالې سيلانيزې ټولنې د جوړېدو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-13 16:06:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر په ۱۲مه نيټه د نړيوالې سيلانيزې ټولنې د جوړېدو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام وليږه. ياد مراسم د چين په چنګ دو ښار کې ترسره شول.

لي که چيانګ په دې پيغام کې ويلي، اوس په نړۍ کې سيلانيزې چارې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي او د اقتصاد د هڅولو او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د پرمخبيولو لپاره يوه مهمه لاره ده. په ګرده نړۍ کې د سيلانيانو شمېر د مسلسلو اوو کلونو لپاره زيات شوی چې د مصرف او د نړيوال اقتصاد بيااحيا د هڅولو لپاره ستر رول لوبولی دی. چين د دې ټولنې جوړېدو ته ډېره پاملرنه کوي او ترې ملاتړ کوي، چين د بېلا بېلو هېوادونو هر کلی کوي چې په دې ټولنه کې ګډون وکړي.

د ۱۲۵ هېوادونو څه باندې يو زرو استازو په يادو مراسمو کې ګډون کړی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای