CRI Online

د قطر ديپلوماتيک بحران سلمې ورځې ته داخل شوی چې رکود لا هم دوام لری

cri     (GMT+08:00) 2017-09-13 16:20:34

د سپتمبر په دوولسمه نېټه د قطر دپلوماتيک بحران سلمې ورځې ته داخل شو چې رکود لا هم دوام لري. د قطر امير تاميم بن حاماد التهاني د سعودي عربستان له پاچا تاج محمد بين سلمان سره د روانې مياشتې د اتمې نېټې په شپه ټليفونې خبرې وکړې چې دا د قطر له سياسي بحران وروسته د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ لومړې مستقيمې خبرې دې. که څه هم وروسته په نهمه نېټه د دواړو خواوو تر منځ لانجې بيا رامنځته شوې، خو د دواړو خواوو تر منځ د خبرو اترو او تفاهم نظريې زياتې شوې او د بحران د ليري کولو رڼا پورته شوې.

د حالاتو د بدلون په هکله د قطر د دوحې د انسټيټيوټ د نړيوال سياست څانګې د پروفيسر مرستيال سمير شيهاتا وويل د رکود د دوام سره سره د قطر او سعودي عربستان په وړاندې فشارونه دواړه زيات شوي، په عين وخت کې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې د دواړو هېوادونو تر منځ لانجې همغږۍ کړې، نو امکان شته چې د يخ د ويلي کيدو وخت به ليري نه وي. ښاغلي شيهاتا وويل چې که قطر لږ سازش کړي، د خبرو اترو له لارې د بحران د حلولو شونتيا شته. (اواز)

قطر بايد لږ بدلون وکړي، خو دا اړتيا نه شته چې دومره واقعي فعاليتونه تر سره کړي، يوازې د دې وهڅوي چې د سعودي عربستان په شمول څلور هېوادونه خپل مخ ساتلی شي. دا يو ښه لور دی چې بېلا بېلې خواوې د دوو تندلارو لارو تر منځ د منځګريتوب لاره پيدا کړي.

د قطر خلک هيله لري چې بحران ژر حل کړي، څرنګه چې بنديزونه د قطر خلکو ته زياتې ستونزې رسولې دي او د ژوند بيې زياتې شوې. عبد الله ال کتابي چې په دوحا کې اوسيږي، هيله لري چې بحران د عربانو له لارې په سوله ايزه توګه حل شي. (اواز)

د خليج ټول هېوادونه د همدې قوم خلک دي، موږ بايد يووالی او اتحاد وساتو، خو جلا بايد نه شو. عربان هميشه د عربيانو په وسيله توپيرونه حل کړي چې د مچ کولو وروسته د پيل په شان دوستانه اړيکې بيا اعاده کړي.زه هيله لرم چې دوي به دغشان تفاهم وکړي او ښايي چې له څو اونيو وروسته به ريښتني شي.

د مچ کولو له لارې د لانجې حلول يوه ښه هيله ده. سره له دې چې دغه بحران به حل شي، خو د دواړوخواوو تر منځ توپيرونه په لنډ مهال کې ليري نه شي کيدای. څرنګه چې دغه بحران قطر ته سخت اقتصادي زيانونه رسولي دي او د زياتو خلکو شخصي ژوند يې بدل کړي. د قطر يوه نجلۍ ساراه مخکې د عربي متحده اماراتو په پوهنتون کې زده کړې کولې، خو له قطر سره د سياسي اړيکو د پري کيدو بحران له امله بير ته قطر ته ولاړه او اوس په عربي متحده اماراتو کې له خپلو خپلوانو سره نه شي کتلی. (اواز)

زه بايد په پوهنتون کې زده کړه وکړم او مخکې مې د زده کړې پلان درلود، خو سمدلاسه هر شي بدل شول. اوس زه په عربي متحده اماراتو کې زما نيکه او نيا ډېر يادوم، خو له دوی سره می نه شي کتلی.

برسيره پردې د دپلوماتيک بحران نتيجه به په اوږد راتلونکې کې د هېوادونو تر منځ اړيکو او د خليج هېوادونو تر منځ د همکارۍ په ټولنه کې کورنې همکارې ته منفي اغيزې ورسوي. د قطر د دوحا د انسټيټيوټ د پروفيسر مرستيال شيهاتا وويل له دغه بحران څخه څرګنديږي چې د خليج هېوادونو تر منځ د همکارۍ په ټولنه کې کورني توپيرونه په پوره توګه نه شی ليري کيدای، سره له دې چې دغه ټولنه به جلا نه شي، خو پر سيمه ايزو مسئلو د دغې ټولنې اغيزې به کمې شي. (اواز)

سره له دې چې د قطر دپلوماتيک بحران به لږ حل شي، خو يوازې په لنډ مهالي توګه ارام شوی. زما په نظر له دغه بحران وروسته به د خليج هېوادونو تر منځ د همکارۍ په ټولنه کې د پخوا په شان يووالی، ثبات، اغيزې به کمې شي. څرنګه چې قطر به د پخوا په شان د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو په شمول د هېوادونو په هکله باور ټينګ نه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای