CRI Online

سږ کال به د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له چين څخه ليدنه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-13 17:04:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپټمبر په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د چين د دولتي شورا غړي يانګ جي چه څو ورځې مخکې په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس ټيليرسون سره وکتل. نوموړي وويل، چې ډونالډ ټرمپ به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه سږ کال له چين څخه رسمي ليدنه وکړي.

د معلوماتو له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سږ کال په نومبر کې له چين څخه ليدنه وکړي. وياند ګنګ شوانګ وويل،چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سږ کال له چين څخه ليدنه وکړي. چين غواړي له امريکا سره يو ځای د دغه سفر په ترڅ کې د ښو پايلو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي. د امريکا خارجه وزير ټيليرسون وايي چې امريکا غواړي له چين سره ښه همغږي وکړي، تر څو له چين څخه د ولسمشر ټرمپ سفر ښه نتيجه ولري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای