CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د چين غږ، لايحه او پوهه د نړيوالې ټولنې ګډې نظريې ګرځيدلي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-13 18:51:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين غږ، لايحه او پوهه چې د نړيوالې ټولنې ګډې نظريې ګرځيدلي، د لا زياتو هېوادونو درکونه، ملاتړ او مثبتې ارزونې تر لاسه کړې دي.

د معلوماتو له مخې، د م م په ۷۱مه عمومي اسامبله کې چې څو ورځې مخکې پای ته ورسېده، د چين لخوا د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو په اړه پاليسي په پريکړه ليک کې ليکل شوې ده. وياند ګنګ شوانګ وويل، چې مخکې تر دې د م م په نورو پريکړه ليکونو کې هم د چين لخوا د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د بشريت د برخليک د ټولنې په اړه افکار شامل شوي دي. له دې څخه څرګندېږي چې د چين غږ، لايحه او پوهه د لا زياتو هېوادونو درکونه، ملاتړ او مثبتې ارزونې تر لاسه کړې دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای