د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ په کابل کې يوه چاودنه وشوه چې له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب دانيش په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل، چې د چاودنې ځای د افغانستان کرکټ بورډ ته نژدې و او په مړو شويو کسانو کې يو پوليس او ۲ عام وګړي شامل دي.
خبر زياتوي چې چاودنه داسې مهال رامنځته شوه، چې په لوبغالي کې د کرکټ سيالي روانه وه، له چاودنې وروسته لوبه د لنډمهال لپاره ودرېده او وروسته بيا پيل شوه، په دغه پېښه کې د لوبې کتونکو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
تر اوسه پوره هيڅ ډلې د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |