CRI Online

د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۸ کال د اولیمپیک نړیوالې لوبې به په جلا جلا توګه په پاریس او لوس انجیلیس کې ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-14 09:20:36

د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۸ کال د اولیمپیک نړیوالې لوبې به په جلا جلا توګه په پاریس او لوس انجیلیس کې ترسره شي

د اولیمپیک لوبو نړیوالې کمیټې د روانې میاشتې په ۱۳ نیټه د بیرو په مرکز لیما کې په ۱۳۱ مه عمومي غونډه کې پریکړه وکړه چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۸ کال د اولیمپیک نړیوالې لوبې به په جلا جلا توګه په پاریس او لوس انجیلیس کې ترسره شي.

په همدې ورځ په یاده غونډه کې د اولیمپیک لوبو د نړیوالې کمیټې غړيو په اتفاق سره هغه تړون منظور کړ چې مخکې د دغې کمیټې او پاریس او لوس انجیلیس له خوا لاسلیک شوی دی.

د دغې کمیټې رئیس توماس باکچ اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴ کال کې به په پاریس کې د اولیمپیک لوبو ۳۳مه دوره او په ۲۰۲۸ کال کې په په لوس انجیلیس کې ۳۴ دوره جوړه شي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای