CRI Online

یانګ جي چي امریکا ته ولاړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-14 09:22:14
یانګ جي چي امریکا ته ولاړ

د چین د دولتي شورا غړي یانګ جي چي د روانې میاشتې په ۱۳ نیټه د امریکا په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار ماک ماسټر او د ولسمشر له ستر سلاکار جاریډ کوشنیر سره ملاقات وکړ.

دواړو خواوو د چین او امریکا ترمنځ اړیکو او د ګډې علاقې وړ نړیوالو او سیمه ییزو مسئلو په اړه د نظریاتو تبادله وکړه. دوي په دې موافقه وکړه چې د بیلابیلو کچو تبادلې او همکارۍ پراخې کړي او چین ته د رئیس شي جین پینګ په بلنه د ولسمشر ټرمپ د سفر لپاره چمتوالی ونیسي ترڅو چې د چین او امریکا ترمنځ اړیکې په سالمه او ثابته توګه ولاړې شي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای