CRI Online

د چين استازي پر دې ټينګار وکړ چې د شمالي کوريا د ذروي مسئلې حلول د بېلا بېلو خواوو ګډو کوښښونو ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2017-09-14 10:50:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين استازي شه جونګ جون د سپتمبر په ۱۳مه نيټه په ويانا کې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ د کميسيون په يوه غونډه کې وويل، شمالي کوريا د نړيوالې ټولنې له مخالفت سره سره د روانې مياشتې په درېيمه نيټه يو ځل بيا ذروي ازموينه ترسره کړه. د شمالي کوريا دغه عمل د امنيت شورا له اړوند پرېکړه ليک او د نړيوالې ټولنې له نيت څخه سرغړونه ده او د کوريا ټاپووزمې د وضعيت د لا ترينګلتيا سبب ګرځېدلی . چين له دې سره سخت مخالفت کوي.

نوموړي وويل، چين له شمالي کوريا څخه غوښتنه کوي چې د امنيت شورا د اړوند پرېکړه ليک مراعات وکړي او د خبرو اترو له لارې د ذروي مسئلې د حل لارې ته ستون شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای