CRI Online

د چين په تيان جين بندر کې درېيمه نړيواله اوسپنيزه لاره پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-14 10:51:07

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، څو ورځې مخکې د چين د تيان جين ښار او قزاقستان ترمنځ باروړونکې اورګاډی په رسمي توګه په کار ولوېد. دا له تيان جين بندر څخه درېيمه خوځېدونکې نړيواله باروړونکې اوسپنيزه لاره ده.

د مالوماتو له مخې، په دې اورګاډي کې ۸۲ کانتينرونه بار دي چې د ۱۷۷۴.۴ ټنو په وزن له ساختماني موادو او موټري پرزو څخه ډک دي. د دې اوسپنيزې لارې په پرانيستلو سره به د دغو توکيو د ليږد راليږد وخت تر ډېرې اندازې پورې کم شي او د تيان جين بندر جغرافيايي وړتياوې به لا څرګندې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای