CRI Online

ګوټريس د ميانمر او شمالي کوريا مسئلو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-14 11:07:14

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي ګوټريس د سپتمبر په ۱۳مه نيټه د ميانمر د راکهاين ايالت وضعيت او د شمالي کوريا مسئلې ته پاملرنه څرګنده کړه، هغه په عين وخت کې د م م د اصلاحاتو په هکله دوه وړانديزونه هم بيان کړل.

ګوټريس په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، د راکهاين ايالت وضيعت له ميانمر څخه نورو سيمو ته پراخ شوی چې پر سيمه ييز ثبات يې منفي اغېزه کړې ده. هغه د ميانمر له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پوځي عمليات ودروي، زورزياتی دې ختم کړي او قانوني اداره دې جوړه کړي څو دا ضمانت وشي چې ټول تښتېدلي کسان بيرته ميانمر ته د ستنېدو حق ولري.

په عين وخت کې ګوټريس د کوريا ټاپووزمی وضعيت ته ډېره پاملرنه څرګنده کړه او و يې ويل، د شمالي کوريا ذروي ازموينې د سيمه ييز وضعيت د ناارامتيا سبب دی. د امنيت شورا تازه پړېکره ليک شمالي کوريا ته څرګنده نښه ايښودلې چې شمالي کوريا بايد په پوره توګه نړيواله دنده پر غاړه واخلي. هغه زياته کړه چې د شمالي کوريا ذروي مسئله يوازې په سياسي توګه حل کېدای شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای