CRI Online

په سوريه کې د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د بمبارۍ له امله ۲۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-14 11:12:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د سپتمبر په ۱۳مه نيټه په سوريه کې د داعش پر ځينو موخو هوايي بريدونه کړي چې له امله يې ۲۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سوريې خبري اژانس خبر ورکړ، ائتلافي ځواکونو په همدې ورځ پر الرقه او ديرالزور ښارونو هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې په دواړو ښارونو کې په جلا جلا توګه ۱۱ او ۱۱ ملکي وګړي ووژل شول. له وروستيو څو مياشتو راهيسې، ائتلافي ځواکونو په سوريه کې د داعش پر موخو څو ځلې هوايي بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې څو سوه تنه ملکی وګړي وژل شوي دي. د تېر جولای په دېرشمه نيټه د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د م م سرمنشي او د امنيت شورا رئيس ته پيغامونه وليږل او غوښتنه يې ترې وکړه چې دغه ائتلافی ځواکونه لغوه کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای