CRI Online

روسيې اروپايي کميسيون ته د غړيتوب پيسې ځنډولې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-14 16:02:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د استازو جرګې مرستيال رئيس پيټر تولستوی د سپتمبر په ۱۴مه نيټه وويل، روسيې اروپايي کميسيون ته د غړيتوب پيسو ورکول ځنډولي دي.

د روسيې خبري ورځپاڼې په همدې ورځ د تولستوی په قول ويلي چې د يادو پيسو د ورکولو د ځنډېدو سبب دا دی چې اروپايي کميسيون د روسيې پر وړاندې د سپکاوي تګلارې غوره کړي او د دې کميسيون په اسامبلۍ کې له روسيې د رايګيرۍ حق اخيستل شوی. که د روسيې قانوني حق اعاده نه شي، نو روسيه به د دې کميسيون په کارونو کې ګډون و نه کړي او د غړيتوب پيسې به هم ور نه کړي.

د مالوماتو له مخې، هر کال اروپايي کميسيون ته د روسيې د غړيتوب پيسې کابو د دې کميسيون د بوديجې اوه سلنه نيسي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای