CRI Online

د فلسطين ازادۍ بخښونکي سازمان له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د فلسطينيانو ژوند خوندي کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-14 16:05:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د ازادي بخښونکي سازمان اجرايوي کميټې د سپتمبر د ۱۳مې نېټې په شپه تر يوې غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د اسراييلو لخوا په نيول شويو ځمکو کې د فلسطينيانو ساتنه وکړي.

ياده غونډه د فلسطين ولسمشر محمود عباس په مشرۍ ترسره شوه او ګډون کوونکو د فلسطين د کورنيو تګلارو او ډيپلوماتيک دريځ په هکله بحثونه وکړل. په ياده اعلاميه کې اسراييلو ته خبرداری ورکړل شوی چې د فلسطين په خاورو کې د يهوديانو استوګنځي مه جوړوي. په دې اعلاميه کې له م م څخه غوښتنه شوې چې بايد د اسراييلو د ناقانونه کړو وړو مخنيوی وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای