CRI Online

د ارومچي او لاسا ترمنځ هوايي کرښه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-14 16:07:13

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سپتمبر په ۱۳مه نيټه د شينجيانګ د مرکز ارومچي او د شي ځانګ مرکز لا سا ښار ترمنځ د هوايي کرښې د پرانيستلو مراسم د ارومچي ښار په نړيوال هوايي ډګر کې ترسره شول. دغه راز شينجيانګ د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو له مرکزونو سره هوايي کرښې لري او د شينجيانګ او شي ځانګ ترمنځ تګ راتګ او تبادلې به پياوړې شي.

په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ او شي ځانګ ترمنځ تبادلې نږدې شوي او د اقتصاد او سيلانۍ په برخو کې يې همکارۍ هم د پياوړتيا په حال کې دي. د ارومچي او لا سا ترمنځ د هوايي کرښې پرانيستل د دواړو ځايونو د سيلانيزو سرچينو وړتياوې د کارولو او د دواړو سيمو د اقتصاد د ګډ پرمختګ لپاره اهميت لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای