د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د سپتمبر په ۱۴مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د سوله ييز حل په هکله ټولو سوله ييزو خبرو اترو ته خلاصه رويه غوره کوي. چين هيله لري چې بېلا بېلې خواوې فرصت ونيسي او سياسي زړورتيا وښيي، تر څو سياسي لايحه ژر طرحه شي.
د معلوماتو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د سپتمبر په ۱۳مه نېټه وويل، چې د امريکا لومړنی او غوره انتخاب دا دی چې له ډيپلوماتيکې لارې چارې د کوريا ټاپووزمې ذروي مسئله حل کړي. همدرانګه د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې يوازې له سياسي لارې چارې دغه مسئله حلېدای شي. بر سېره پردې، د م م سرمنشي ګوټريس وويل، چې بېلا بېلې خواوې بايد د دغو مسئلو د سياسي حل لپاره ښه زمينه برابره کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |