CRI Online

شي جين پينګ د بروني له پاچا سره وليدل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-14 17:32:21


د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې د بروني له پاچا حاجی هاسانال سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د چين او بروني ترمنځ راتلونکې همکاري طرحه کړه او دواه خواوې به د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ له لارې په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي. دواړو مشرانو د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د نظريو تبادله وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د جنوبي سمندر د سولې او ثبات د ساتلو لپاره به ګډې هڅې وکړي.

د روانې مياشتې د ۱۳مې نېټې له غرمې وروسته شي جين بينګ د بروني د پاچا هاسانال لپاره د هرکلي مراسم تر سره کړل.

د بروني پاچا هاسانال ډېر زيات چين ته سفرونه کړي دي. په ۲۰۱۳ کال کې چين ته د هاسانال د سفر په ترڅ کې شي جين پينګ له هاسانال سره پريکړه وکړه چې د چين او بروني ترمنځ اړيکې د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو ته لوړې کړې.

روان کال د چين او بروني ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو له شپږ ويشتمې کليزې سره برابر دی، شي جين پينګ له هاسانال سره په خبرو کې وويل، چين هيله لري چې له بروني سره د دولتي ادراې او سياسي چارو په اړه د تجربو تبادلې وکړي، د پرمختګ ستراتيژۍ همغږې کړي او په بېلا بېلو برخو کې رښتينې همکاري پياوړې کړي.

(( چين او بروني د سمندر پر دواړو غاړو واقع ګاونډي هېوادونه دي، او د باور ور دوستان او ملګري هم دي. روان کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو د نوې مرحلې پيل دی، دوه اړخيزې اړيکې په مهمه مرحله کې دي. هيله لرم چې له تاسو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ راتلونکې همکاري طرحه کړم، په نوې مرحله کې د چين او بروني ترمنځ اړيکې لا ټينګې کړم او د دواړو هېوادونو خلکو ته نورې زياتې ګټې ورسوم. ))

بروني د جنوب ختيځې اسيا عمده نفت توليدوونکی هېواد او د د نړۍ د مايع شويو طبيعي ګازو عمده توليوونکی هېواد دی. د نفتو او طبيعي ګازو توليدي اندازه د بروني د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې اوه شپيته سلنه برخه نيسي او صادراتي اندازه يې د هېواد په عمومي صادراتو کې شپږ نوي سلنه برخه نيسي. د تېرو څو کلونو راهيسې برونی د اقتصاد د متنوع پرمختګ په هڅه کې دی. په دې سفر کې د هاسانال په مشرۍ د بروني د سلو تصديو خاوندانو پلاوی له چين سره د اقتصادي همکارۍ په موخه چين ته راغلی دی. نوموړي په همدې ورځ په خبرو اترو کې وويل، چې بروني تر ۲۰۳۵ کال پورې د لويو هيلو پلان د عملي کولو په حال کې دی، هرکلی کوي چې چيني تصدۍ په دې بهير کې ګډون وکړي او په بروني کې پانګونې وکړي. هغه وويل

(( موږ ډېر همکاريز فرصتونه لرو، هيله لرم چې د ګډو ګټو او برياليتوب په بڼه همکاري پيدا کړو او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوو. ))

د ورېښمو د سمندري لارې په اوږدو کې د يو مهم پراته هېواد په توګه بروني د يو کمربند او يوې لارې د غوښتنې ملاتړ کوي. دواړو مشرانو په همدې ورځ په خبرو کې د اړوندې همکارۍ په اړه مهمې ګډې نظريې تر لاسه کړې او په ګډه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ يادښت د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي چارو څانګې مشر شياو چيان خبريال ته وويل،

(( د چين له خوا د يو کمربند او يوې لارې غوښتنې له وړاندې کېدو وروسته، بروني فعال او مثبت ځواب ورکړی او هيله لري چې له چين سره په دې برخه کې همکاري پياوړې کړي. تر اوسه پورې دواړو خواوو د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، کرهنې، د کب نيولو چارو او ډيجټالي اقتصاد په برخو کې د همکارۍ په اړه زياتې ګډې نظريې تر لاسه کړې، همکاري د پلانونو د جوړېدو په حال کې ده. باور لرم چې د دواړو خواوو تر ګډو هڅو لاندې به دغه همکاري رښتينې شي. ))

په همدې ورځ دواړه مشران د چين او بروني ترمنځ د دفاعي، کلتور، ښوونې، سپورټ، سيلانۍ او طبي چارو په برخو کې د همکارۍ په اړه د نظريو يووالي ته ورسيدل.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای