د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د سپتمبر په ۱۴مه نېټه وويل ،چين حليمه يعقوب ته مبارکي وويله چې د سينګاپور د لومړۍ ښځينه ولسمشرې په توګه ټاکل شوه.
وياندې هوا وويل چې سينګاپور د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې مهم غړی دی.چين له سينګاپور سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له سينګاپور سره يو ځای د خپلمنځيو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |