CRI Online

٢١ افغان ماشومان په وړيا توګه د چين په روغتون کې تر درملنې لاندې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-15 09:54:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په ١٤مه نېټه د يوه کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې له افغان ناروغو ماشومانو سره د مرستندويه پلان په رڼا کې چې د چين د سره صليب ټولنې له خوا پيل شوی، د زړه پر ناروغۍ اخته شوي ٢١ تنه افغان ماشومان اوس په چين کې په وړيا توګه تر درملنې لاندې نيول شوي دي.

د روان کال د اګست په ٢٣مه نېټه له بهرنيو هېوادونو سره د چين د سره صليب ټولنې مرستندويه طبي ډلې په کابل کې د ماشومانو د زړه ناروغۍ معاينات تر سره کړل او په دې ناروغۍ اخته شوي ٢١ ماشومان يې د طبي درملنې لپاره د چين د شينجيانګ د اروموچۍ ښار ته ليږدولي دي. د سپتمبر تر ۱۳مې نېټې پورې ۱۷ تنه ماشومان جوړ شوي او بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د معلوماتو له مخې دغه پلان به د مرسته منونکی هېواد له غوښتنې سره سم دوام ولري. غاټول

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای