CRI Online

چين د سينګاپورنوې ولسمشرې حليمه يعقوب ته مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2017-09-15 10:23:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د روانې مياشتې په ١٤مه نېټه وويل چې چين د سينګاپور د نوې دورې ولسمشرې په توګه د مېرمن حليمه يعقوب د ټاکل کېدو په مناسبت نوموړې ته مبارکي وويله.په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې پوښتنه دا وه چې د سينګاپور د ملي شورا پخوانۍ مشره حليمه د يوازينۍ کانديدې په توګه د دې هېواد نوې دورې ولسمشرې په توګه وټاکل شوه او اړونده لوړه به د روانې مياشتې د ١٤ مې نيټې په ماسپښين د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر سره شي.چين په دې هکله څه نظر لري؟

وياندې هوا چون اينګ وويل چې چين د سينګاپور د نوې دورې ولسمشرې په توګه د مېرمن حليمه د ټاکنې په مناسبت نوموړې ته مبارکي وايي .چين له سينګاپور سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې ور سره د هر اړخيزې همکارۍ د اړيکو د لا پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای