د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د توليداتو د کيفيت په هکله دوهمه غونډه د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه په شانګهای کې تر سره شوه.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې د تر سره کېدو په مناسبت د غونډې جوړونکو ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په دې پيغام کې دې ته اشاره کړې چې د دې غونډې موخه د توليداتو د کيفيت په برخه کې د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا ده،ځکه د توليداتو له کيفيت څخه د انسانانو د نوښت توان او هوښيارتيا څرګنديږي .د چين ملت د توليداتو کيفيت ته په درنه سترګه ګوري.زرکاله دمخه چيني ښکلي وريښمين توکي او چيني ظروف په نړيوال بازار کې پلورل کېدل چې له امله يې د بېلا بېلو مدنيتونو ترمنځ تبادلې پياوړې شوې وې.نن ورځ د چين حکومت د توليداتو کيفيت ته په درنه سترګه ګوري او د توليداتو او خدمتونو د کيفيت د لوړوالي لپاره يې ډېرې هڅې کړي او کوي يې. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |