CRI Online

د تيان جين د چورلکو څلورم نړيوال نندارتون ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-09-15 16:44:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د تيان جين د چورلکو څلورم نړيوال نندارتون د سپتمبر له ۱۴مې نيټې څخه تر ۱۷مې نيټې پورې د چين په تيان جين ښار کې ترسره شو. د تيان جين دغه نړيوال نندارتون په چين کې د دولت په کچه د چورلکو يوازينی مسلکي نندارتون دی او په نړۍ کې د چورلکو د الوتنې نمايش لرونکی يوازينی نندارتون هم دی.

د بېجينګ د اېمرجنسي روغتيايي مرکز کارکوونکي جانګ شوی تيان چې د طبي ژغورنې په بهير کې د چورلکو د چلولو دنده پر غاړه لري، په دې نندارتون کې ګډون وکړ. هغه خبريال ته وويل، د ده په اند، په چين کې د چورلکو په وسيله د طبي ژغورنې کارونه ښه اينده لري او په راتلونکي کې به چورلکو ته ډېره اړتيا ولري. ده وويل

((اوس د چورلکو په وسيله د طبي ژغورنې په برخه کې د وګړيو د منلو سويه لوړېږي او د راتلونکې لپاره د چورلکو شمېر کافي نه دی. د امبولانسونو د پرمختګ په شان به هوايي طبي ژغورنه هم د پرمختګ يو بهير ولري. په راتلونکي کې به د طبي ژغورنې لپاره ځينې چورلکې واخلو. ))

له طبي ژغورنې نه پرته، ملکي چورلکې په چين کې له سمندر څخه ځمکې ته د نفتو د برابرولو، د برېښنايي کرښو د ګزمو، د کاني زيرمو د کشفولو او د اطفايې چارو په شمول ځينو برخو کې کارول کېږي. د يوې شمېرې له مخې، د ۲۰۱۷ کال د جون تر دېرشمې نيټې پورې، په چين کې د ملکي چورلکو شمېر ۹۰۰ ته رسېده. د چورلکو د دې نړيوال نندارتون د تشکيلاتي کميټې د ايربس شرکت د يوې شمېرې په قول ويلي، چين هر کال لږ تر لږه سل چورلکې اخلي چې د امريکا په پرتله سره د ايربس تر ټولو لوی بازار ګرځېدلی دی.

څرنګه چې په چين کې د چورلکو بازار ستر پټ توان لري، نو د تيان جين دغه نندارتون ډېر نړيوال شرکتونه راجلب کړي دي. د دوه ويشتو هېوادونو او سيمو څه باندې څلور سوو اړوندو شرکتونو په دې نندارتون کې ګډون کړی. د دې نندارتون پر مهال د فورمونو، د نويو توکيو د اعلانولو او د تړون لاسليکولو په شمول نږدې دېرش سوداګريز فعاليتونه ترسره شوي دي.

امريکايي ګلن ګياملوا مخکې د چورلکې چلونکی و او اوس د چورلکو چارو يو مشاور دی او د چيني چلونکو د روزنې دنده هم پر غاړه لري. د ده په اند، په چين کې د چورلکو بازار د ګړندي پرمختګ له امله د مسلکي کسانو د روزلو په شمول ځينو برخو کې نوې ننګونې رامنځته شوي دي. ده وويل

((فکر کوم په دغو چارو کې د روزلو ګڼ شمېر کارونه شته، نه يوازې د چلوونکو او ميخانيک انجنيرانو لپاره، بلکې د چورلکو شرکت د اداره کوونکو او خاوندانو روزلو ته هم اړتيا شته. څرنګه چې ملکې چورلکې په چين کې عموماٌ يوه نوې چاره ده، نو د چيني شرکتونو خاوندان هم د شرکت د ادارې په اړه د مالوماتو په زده کړه بوخت دي. دغه خاوندان هوښيار دي، خو دا يوه چاره ده، نو دوی بايد د زده کړې لپاره ګام په ګام پورته لاړ شي چې دا يو طبيعي بهير دی.))

د امريکا د روکويل کولنس شرکت د چين د فرعي څانګې عمومي منيجر هه وې چانګ وويل چې چين کولای شي د دغو ننګونو د لرې کولو لپاره له اروپايي او امريکايي شرکتونو سره همکارۍ وکړي او د دغو شرکتونو تخنيکونه او تجربې زده کړي. ده وويل

(( چيني شرکتونه د ملکي چورلکو د تخنيک په برخه کې له بهرنيو شرکتونو سره همکاري کولای شي او د دغو چارو سويه به په نږدې وخت کې لوړه کړي. موږ هم له خپلو همکارانو سره زده کړه کوو، څرنګه چې دوی د چين د چورلکو د بازار په اړه زيات مالومات لري او موږ د تخنيک لرونکي يو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای