د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،شمالي کوريا د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د کوريا ټاپووزمې پر ختيځ سمندر يو توغندی وتوغاوه.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ په همدې ورځ وويل چې چين د شمالي کوريا له دغه عمل سره مخالفت کوي ځکه دا کړنه د امنيت شورا له مقرراتو څخه سرغړونه ده.اوس د کوريا ټاپووزمې حالات پيچلي او سخت دي.اړوندې خواوې بايد خپل زغم وساتي او هغه عمليات چې د کوريا ټاپووزمې د حالاتو لپاره ګټور نه وي، ترسره نه کړي .
د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس تيلرسون د انټرنېټ له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې چين او روسيه بايد په مستقيمه توګه عمليات تر سره کړي څو د شمالي کوريا د ياد عمل په اړه نه زغمونکې رويه وښيي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |