CRI Online

چين د ۱۴۰ هېوادونو په استازيتوب يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې په ټوله نړۍ کې د بشري حقوقو د پياوړتيا غوښتنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-16 19:35:00

په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شوي د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د م م د بشري حقوقو د شورا په ۳۶مه غونډه کې د ۱۴۰ هېوادونو په استازيتوب د بشري حقوقو په هکله د خبرو اترو او همکارۍ پياوړتيا او د خلکو د ګډ برخليک د جوړولو تر سرليک لاندې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې د بشري حقوقو په ساحه کې مثبتې خبرې اترې او همکارۍ تر سره کړي، د ټولې نړۍ د بشري حقوقو اداره کول پياوړی کړي او د نړيوالو بشري جقوقو چارو د سالم او دواملرونکي پرمختګ هڅونه وکړي. دا دريم ځل دی چې چين د م م د بشري حقوقو شورا په غونډه کې د پرمختيايي هېوادونو په استازيتوب ګډه اعلاميه خپروي. ما جاو شوي په خپله وينا کې وويل چې نړيواله ټولنه بايد په ګډه د ټولې نړۍ د بشري حقوقو چارې پرمخبوزي. خو اوس د بشري حقوقو په ساحه کې د سياسي کيدو حالت لا هم سخت دی چې د نمونو په يادولو سره د تور لګولو، په پرانيستې توګه د فشارونو اچولو او د دوو معيارونو د لرلو عملونه لا هم زيات دي. بېلا بېلې خواوې بايد د بشري حقوقو په ساحه کې رغنده خبرې اترې او همکارۍ تر سره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای